نــومــیــالــي پــښــتــا نــه

علــــمـي لـيـکــنــې

زريــن اقــوال

   شيخانو اوپيرانوته په علم عمل بويه، چې په علم ېې عمل نه وي، نو هم دځان بدخوادي، او هم دجهان.

خوشحال خان خټک

د کـتـابـتـون ټـولـنـې مــوخــه

پښتو پر جهاني کچ يوه نوموره او پر ملي- هېوادني کچ په بومي ترينې اوډېريترينې ژبتوکميزې ډلې پورې اړه لري او له دې سره سره يوه اوږده او بډايه ادبي- فرهنګي مخينه ، خو بيايې هم له بده مرغه تر اوسه په ملي، سيمه ييز او نړېوال ډګر کې په سهي مانا د سيالۍ جوګه شوې نه ده اوخپل وړ نده دريځ او پوړۍ يې نه دي تر لاسه کړي.

داد ډېرې خوښۍ او هيلمنۍ ښکارندويه ده چې له څه مهال راهیسې ډیرو پښتومينو هڅه کړې، پښتوژبه د انترنېټ (نړیجال) په مټ د نورو ژبو او اوسني مهال سره سیا له کړي او په دې برخه کې ېې پاموړ او ستاينوړ بري او برياوې په برخه شي.

دادی، موږ هم پرخپل وار د خپلې پښتني پازوالۍ او ژمنوالۍ له مخې دا وپتېيله چې د ((کتابتون)) تر نامه لاندې يوه پښتو اوبپاڼه خپلو مينه والو ته رامنځته کړو او په دې وسیله د پښتو او پښتنو دغه فرهنګي اړتيا هم خړوبه کړو. له دې کبله زموږ دکتابتون موخه او کړنلار یوازې او یوازې د پښتو پرمختیا او پښتنو د رونڼتیا لپاره رامنخته شوې او د همدې لپاره هلې ځلې کوي.

((کتابتون)) يوه ناپېيلې او خپلواکه پاڼه ده چې د پښتو ژبې او پښتون ولس د پوهې او فرهنګ غوړېدا او پرمختياېې يې یوازینۍ موخه ده. د (کتابتون) پازواله( مسووله) ډله به تر وسې وسې هڅه وکړي چې خپل ولس ته د خپل تاريخ، پوهې او فرهنګ مخکښان او نوميالان ور وپېژني او له برياوو او کارناموڅخه يې خبرکاندې.

د (کتابتون) پازوال پر ټولوپښتو او پښتون مينو ښاغلو او اغلو غږ کوی چې د خپل وس تر بریده د کتابتون دلاسمبالونې او بډاينې په اړه راڅخه خپله مرسته او ملاتړ ونه سپموي . دکتابتون چلوونکې ډله هر ډول رغنده وړاندیزونه او نیوکې په ورین تندي مني.

دپښتو او پښتنو د لاپرمختيااو پرمختګ په هیله

PRINT Page
دخپریدو نیټه: 2011/1/1 0:00:00
لـیـدنـې

ادبـــــي لـيـکــنــې